Asset 1SWN

د ونزویلا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند اسپانیا ته وتښتېد

Venezuela_Election_29318

د ونزویلا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د اپوزیسیون مشر ادموندو ګونزالس اسپانیا ته تښتېدلی او هلته یې، د پناه‌غوښتنه کړې.

رویټرز خبري اژانس نن دوشنبه، سپټمبر نهمه په یوه راپور کې ویلي چې ګونزالس ونزویلا کې د رامنځته شوي، سیاسي کړکېچ له امله اسپانیا ته تښتېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ونزویلا کې د جولای ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته دغه هېواد کې سیاسي او ډيپلوماټیک کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی. په دې ټاکنو کې د ونزویلا واکمن نېکلاس مادرو یو ځل بیا بریالی اعلان شو.

د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ګونزالس چې د ونزویلا په ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر مادورو بری ننګوي، له خپلې مېرمنې سره یوځای د یاد هېواد تورخون اردوز پوځي اډه کې ښکته شوی دی.

۷۵کلن ادموندو ګوانزالس داسې مهال له ونزویلا وتلی چې د یاد هېواد چارواکو د توطیې او نورو مواردو له امله د نوموړي د نیونې حکم صادر کړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ګونزالس د امریکا، اروپا او نورو هېوادونو له لوري د ونزویلا لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی نوماند پېژندل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام