Asset 1SWN

ازبکستان افغانستان ته د لېږدېدونکې برښنا کچه ۵۰سلنه کمه کړې

14cd2b4cb4656a0d93c46582fb9162b7-scaled

د برښنا شرکت مسوولان وايي چې ازبکستان افغانستان ته د لېږدېدونکې برښنا کچه ۵۰سلنه کمه کړې ده.

د یاد شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي نن پنج‌شنبه د لیندۍ دویمه سلام‌وطندار ته وویل چې ازبکستان کې د برښنا تاسیساتو د ترمیم او بیارغونې په موخه دغه هېواد یوازې د نن لپاره د وارداتي برښنا کچه ۵۰سلنه کمه کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې د برښنا کمېدو له امله به بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان‌وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د برښنا پرچاوي ډېره وي.

د میوندي په وینا، د ازبکستان وارداتي برښنا به نن پنج‌شنبه د سهار له اتو د مازدیګر تر څلور بجو کمه وي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «له ازبکستان د وارداتي برښنا له مزو د ساتنې او څارنې په موخه د سهار له ۸ د مازدیګر تر ۴بجو به د ازبکستان وارداتي برښنا ۵۰سلنه کمه وي.»

د یاد شرکت ویاند همداراز زیاته کړه چې د مازدیګر له څلور بجو وروسته به افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا بېرته عادي حالت ته وګرځي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان دا مهال  له ازبکستان ۴۳۰ مېګاواټه برښنا رالېږدوي چې وخت ناوخت دغه هېواد کې د تخنیکي ستونزو له امله پرې کېږي چې د هېواد ګڼ‌شمېر ولایتونه ورسره په تیاره کې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام