Asset 1SWN

ازبیکستان افغانستان سره روغتیايي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

GqqDmLrXYAAg2l9

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد نن (یکشنبه، ثور ۲۱) کابل کې د ازبیکستان سفیر اویبیک عثمانوف سره لیدلي.

دغه کتنه کې افغانستان ته د باکیفیته درملو، طبي او خوراکي توکو واردولو، د لابراتواري ازموینو د پایلو شریکولو، له افغانستانه د یوشمېر توکو د صادرولو او روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ اړوند بحث او خبرې شوي.

د خوړو او درملو مرستیال ازبکستان سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې بللي.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه همدارنګه د باکیفیته درملو، طبي او خوراکي توکو په صادرولو ټینګار کړی او د لابراتواري ازموینو پایلو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ازبیکستاني لوري هم دغه کتنه کې د افغانستان د روغتیا برخه کې په دوه اړخیزو اړیکو خوښي څرګنده او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام