د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پولنډ ته یې د «FGM-148F Javelin» توغندیو سېسټمونو او اړونده لوژستیکي تجهیزاتو د پلور اجازه ورکړې ده.
د دې قرارداد ارزښت نږدې ۷۸۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
د امریکا د دفاعي امنیت د همکارۍ ادارې(DSCA) ویلي، د پولنډ حکومت غوښتنه کړې وه چې ټولټال ۲،۵۰۶ جېولین توغندي او ۲۵۳ سپک قوماندې لانچر واحدونه رانیسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغې ادارې په بیان کې زیاته کړې چې دا پلور به د پولنډ د پوځ د پیاوړتیا لامل شي او د ناټو د مخکښ غړي په توګه به یې د دفاعي وړتیاوو لوړولو کې مرسته وکړي.
کارپوهان باور لري چې دا ګام د روسیې له لوري د احتمالي بریدونو پر وړاندې د وارخطایۍ او د سیمهییز امنیت د پیاوړتیا څرګندونه کوي.
پولنډ په تېرو کلونو کې د خپلو دفاعي وسایلو د عصري کولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي دي.