د امریکا د جګړې وزارت (پنتاګون) له څو مياشتنیو ځنډ وروسته پرېکړه کړې چې د سمندري ځواکونو د نوي نسل جنګي الوتکو د جوړولو تړون یوه شرکت ته وسپاري.
دا نوې پټې (Stealth) جنګي الوتکې به د زړوF/A-18E/F سوپرهورنت الوتکو ځای ونیسي چې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د امریکا سمندري ځواک یې کاروي.
د «رویټرز» د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر پیت هېګست د دې سترې پروژې د پيل وروستۍ اجازه ورکړې او تمه کېږي د داوطلبۍ ګټونکی شرکت د همدې اوونۍ په اوږدو کې اعلان شي. د دوو لویو شرکتونو، بوېنګ(Boeing) او نورتروپ ګرامن (Northrop Grumman) ترمنځ اصلي سیالي روانه ده.
نوې جنګي الوتکه چې د F/A-XX په نوم یادیږي، د پټ پرواز، اوږده واټن، زیات وخت الوتنې او د بېپیلوټه الوتکو او هوايي دفاعي سیستمونو سره د همغږۍ پرمختللې وړتیاوې به ولري. شنونکي وایي، دا پروژه د امریکا د هوايي برلاسۍ د ساتلو لپاره حیاتي ده، په ځانګړي ډول د چین د پرمختللو پروګرامونو پر وړاندې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پروژه څو ځله د بودیجې له امله له خنډ سره مخ شوې وه، خو کانګرېس د پنتاګون غوښتنه پراخه کړه؛ د ۷۴ میلیونو ډالرو پر ځای یې ۱.۴ میلیارد ډالر د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره ځانګړي کړل.
چارواکي اندېښنه لري چې بوئینګ او نورتروپ دواړه د نورو دفاعي پروژو له امله له تخنیکي او بشري کمښت سره مخ شي. د پروژې د دقیقو جزییاتو په اړه څه نهدي افشا شوي، خو کارپوهان اټکل کوي چې ټول ارزښت به یې د لسګونو میلیاردونو ډالرو په کچه وي.
ټاکل شوې چې د F/A-XX نوې الوتکې به د ۲۰۳۰ لسیزې په پیل کې د امریکا سمندري ځواک ته وسپارل شي، په داسې حال کې چې اوسني سوپرهورنت الوتکې به تر ۲۰۴۰کال پورې په خدمت کې پاتې شي.