د امریکا د جګړې وزیر پیت هیګسټ وایي چې واشنګټن د جګړې د پیل نیت نهلري، خو د هند ـ ارام سمندر په سیمه کې به د خپلو ملي ګټو دفاع په پوره ځواک وکړي.
هغه دا څرګندونې د جمعې پر ورځ (لړم نهمه) د چین دفاع وزیر سره تر لیدنې وروسته پر خپله ایکسپاڼه کړې دي.
هیګسټ د سیمې د ځواک توازن د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او د چین د فعالیتونو په اړه یې د چین سمندر او د تایوان شاوخوا سیمو کې اندېښنه څرګنده کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د چین د دفاع وزیر، دونګ جون، له خپل امریکایي سیال سره د خبرو پرمهال ویلي چې دواړه هېوادونه باید د متقابل اعتماد د پیاوړتیا او د ابهامونو د لهمنځه وړو لپاره کار وکړي. د چین د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه خواوې باید د تفاهم «سمه لاره» ومومي.
دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په جنوبي کوریا کې لیدلي وو.