یمن کې د حوثي غورځنګ تلویزیوني شبکې اعلان کړی چې پر دغه هېواد د امریکا او بریتانیو ځواکونو په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ نور ټپیان دي.
د یادې ټلوېزیوني شبکې د اعلان له مخې، دغه بریدونه بېګاه شپه «غبرګولي لسمه» شوې دي. د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني «سېنټکام» بیا دغه عملیات د حوثیانو لهخوا پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو لپاره ځواب بللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سېنټکام زیاته کړې چې یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ۱۳ اهداف د توغندیو په وسیله په نښه کړي او د حوثیانو اړوند اته بېپېلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.
حوثیان له تېرو څو میاشتو راهیسې غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو په نوم «سره سمندر» کې پر سوداګریزو بېړیو پرلهپسې بریدونه کوي.
حوثي غورځنګ د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ ویلي چې د یمن سوېلختیځ معاریب ولایت کې یې یو اېمکیو-۹ ډوله امریکايي ډرون راغورځولی دی. دې ډلې ادعا هم کړې وه چې په درېوو سمندرونو کې یې پر شپږو بېړیو د توغندیو بریدونه کړي دي.
د حوثيانو پوځي ویاند یحیی سریع وویل دا تر دې دمه شپږمه بېپیلوټه الوتکه ده چې دوی یې راغورځوي.