د لوګر یوشمېر اوسېدونکي او ناروغان سلاموطندار ته وايي، د مرکز او ولسوالیو په ډېری شخصي درملتونونو کې غیرمسلکي کسان او کمعمره ځوانان یا هم د روغتیايي برخې زدهکړیالان کار کوي.
د دوی په وینا، دا کار د ناروغانو له ژوند سره لوبې دي او اړتیا ده چې د عامې روغتیا ریاست د داسې شخصي درملتونونو مخنیوی وکړي چې پهکې غیرمسلکي کسان ګومارل شوې وي.
د لوګر د مرکز پلعلم اوسېدونکي صدیقالله سلاموطندار ته وویل: «په درملتونونو کې غیرمسلکي کسان کار کوي دا لویه ستونزه ده چې د ناروغانو ژوند ته ګواښ رامنځته کولای شي، د دې ستونزې د حل لپاره د خېلې ادارې اړې دي چې وخت په وخت یو مسلکي ټېم له یادو درملتونونو لیدنه وکړي او د درملو د رانیولو او سمې کارونې په اړه پوهاوی وکړي.»
بلخوا د محمداغې ولسوالي اوسېدونکي محمدنعیم هم سلاموطندار ته وویل، د یوشمېر درملتونونو مسوولان خپل واړه زامن او وروڼه د کاري تجربې لپاره په خپل درملتون کې ګوماري او د ناروغانو نسخې اجرا کوي.
هغه وویل، دا کار کولای شي چې ناروغانو ته د ګټې په ځای زیانونه واوړي او بېلابېلې ناروغ ورته پيدا شي. نوموړی د لوګر ولایتي ادارې ته وړاندیز کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره اړتیا ده چې په دې برخه یو منظم او مسلکي ټیم څارنه وکړي.
هغه وویل: « لوګر کې په شخصي درملتونونو کې رښتیا کم عمره او بېتجربې ځوانان کار کوي. دا ستونزه خورا جدي ده که ناروغ ته سم درمل ورنه کړل شي، نو د بېاولادي، رواني ناروغیو او دې ته ورته نورو ناروغیو باندې اخته کېدلای شي چې عامې روغتیا ریاست یې مخنیوی وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان بیا وایي، دغې ستونزې ته رسېدنه کوي او هېڅ درملتون ته به د دې اجازه ور نهکړي چې غیرمسلکي کسان وګوماري او د ناروغانو نسخې عملي کړي.
دوی زیاتوي چې عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ځانګړی امریت لري او وخت ناوخت له ټولو روغتونونو، کتنځایونو او درملتونونو څخه څارنه کوي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیمالله لودین سلاموطندار ته وویل: «لوګر عامې روغتیا ریاست اصول دادي چې په درملتونونو کې باید غیرې مسلکي کسان کار ونه وکړي او په دې تړاو ځينې سمونې هم رامنځته شوې دي، خو ځینو سیمو کې داسې څه شته چې په درملتونونو کې په غیرې مسلکي کسانو نسخې اجراء کیږي، په دې اړه دې ولس له مونږ سره همکاري وکړي، درملتون دې له اسناد سره مونږ ته په ګوته کړي مونږ به یې مخنیوی وکړو.»
هېره دې نه وي چې تېره اونۍ د لوګر عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري په برهکي برک ولسوالۍ کې ۱۲ شخصي درملتونونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوې دي.