د لوړو زدهکړو وزارت د همغږۍ رییس کلیمالله محمدي وايي چې یاد وزارت له نورو وزارتونو سره په ګډه کار کوي، څو تازه فارغ زدهکړیالان پر دندو وګوماري.
نوموړي دغه څرګندونې «دوشنبه، زمري لومړۍ نېټه» پکتيا پوهنتون کې د زدهکړیالانو یوې غونډې ته کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «هڅه کوو چې فارغيدونکو محصلينو ته زمينه سازي د کار وکړو، له نورو وزارتونو سره مو رابطې کړي؛ دا پرون ورځ هم د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت څخه مکتوب راغلی و او زموږ څخه يې د کمپيوټرساينس محصلين غوښتي وو، نو هر وزارت ته به خپل مسلک اړوند کسان ورکوو.»
د لوړو زدهکړو وزارت د همغږۍ رییس همداراز ټينګار وکړ چې یاد وزارت د لوړو زدهکړو معیاري کولو لپاره هم خپلې ګړندۍ کړې دي.
هغه ژمنه وکړه چې پکتيا پوهنتون کې به په نږدې راتلونکي کې د بېلابېلو پوهنځيو زدهکړیالانو د عملي زدهکړو لپاره به څېړنیز مرکزونه پرانيستل شي او د طب پوهنځي لپاره به ورته، کادري روغتون فعال شي.
يوشمېر زدهکړیالان له اړوند مسوولانو غوښتنه کوي چې له پوهنتون فارغو شویو ته دې د کاري زمينې برابرېدو برخه کې همکاري وکړي.
د پکتيا پوهنتون د مسوولانو د معلوماتو له مخې، سږکال به له اتو پوهنځيو څځه ۱۰۶۶ زدهکړیالان د فراغت سندونه ترلاسه کړي.