Asset 1SWN

ملګري ملتونه: د غزې بیارغونه به ۵۰میلیارډ ډالر لګښت ولري

1-GettyImages-2141961580

د ملګروملتونو یو چارواکی وايي چې له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا غزه کې د ویجاړۍ ساری نه‌دی لیدل شوی او بیارغونه به یې ۵۰ میلیارډ ډالر لګښت ولري.

د عربي هېواونو لپاره د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د دفتر مدیر عبدالله الدرداري «پنج‌شنبه، مې دویمه» په یوې انلاین غونډه کې وویل: «موږ له ۱۹۴۵ راهیسې داسې څه نه‌دي لیدلي. په دومره لږ وخت کې او په دومره چټکۍ، دومره ډېره ویجاړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همداراز دې غونډې ته ویلي چې غزه کې ۷۰سلنه ودانۍ ویجاړې شوي او په وینا یې، اړتیا ده چې ۳۷میلیونه ټُنه خاورې-ډبرې او د ویجاړو شویو ودانیو پاتې شونې، پاک شي.

د ویجاړو دغه کچه بیا د اسراییلو او حماس ترمنځ په ۲۰۱۴ کال کې د جګړې پرمهال ۲.۴ میلیونه ټُنه وه چې پاکه شوې وه.

د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د اټکل له مخې، غزه کې د ویجاړۍ کچه په دومره کچه ده چې د انساني پرمختګ ۴۰کاله شاه ته ګرځېدلی دی.

عبدالله الدرداري وویل: «غزه کې د تېرو ۴۰کلونو پرمهال د انساني پرمختګ او توسعې برخه کې شوې پانګونه، له‌منځه تللې او موږ ۸۰ لسیزې ته ورګرځېدلي یوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، د غزې بیارغونه به له ۴۰ تر ۵۰ میلیارډ ډالره لګښت ولري. ملګري ملتونه له روانې جګړې وروسته پر درې کلن پلان کار کوي چې له مخې به یې لومړیتوب به یې، فلسطینیانو ته د لنډمهالي مېشتېدو او خدمتونه وړاندې کول وي، څو دوی بېرته خپلو اصلي مېنو ته وروګرځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام