د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، هڅه کوي افغانستان کې له محلي اقتصاد او کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ پر اساس، د هغو توکو د تولید مخنیوی وکړي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل کېږي.
د ریاستالوزرا دفتر پر اېکسپاڼه لیکلي چې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یونیسف د اجرائیوي مرستیال او عملیاتي مدیر ټېډ چایبان سره لیدلي.
دغه لیدنه کې ټېډ چایبان د اسلامي امارت له مثبتو اقداماتو د هرکلي ترڅنګ، د یونیسف او اسلامي امارت ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
هغه افغانستان کې د یونیسف ستراتیژیک پراختیايي پلان ته په اشارې ویلي چې دغه سازمان له سیمهییز اقتصاد او کورنيو تولیداتو د ملاتړ لپاره کار کوي او هڅه کوي د هغو توکو د تولید مخه ونیسي چې د ماشومانو تغذیې ته زیان رسوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یونیسف اجرائیوي مرستیال د پوهنې له سکټور او راستنو شوو کډوالو سره د دغه سازمان د دوامداره مرستو په اړه د ډاډ څرګندولو ترڅنګ زیاته کړې چې د اقتصادي پروګرامونو پراختیا د یونیسف له کاري لومړیتوبونو دی او دغه بنسټ به راستنېدونکو کډوالو ته د کاري فرصتونه برابرولو برخه کې هڅه وکړي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه له راایستل شوو افغان کډوالو سره د یونیسف همکاري ستایلې ده.
هغه له یونیسف او نورو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د راستنېدونکو دایمي مېشتېدنې او کوربه هېوادونو کې د هغوی د حقونو تامین په برخه کې ځانګړی پام وکړي.