د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره یا یونېسف وايي چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې له دوه اعشاریه یو میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د پاکو اوبو لاسرسی برابر شوی دی.
د یونېسف استازي، تاجالدین اویوالي ویلي چې په دغو کسانو کې ماشومان او میندې هم شاملې دي چې اوس کولی شي د خپلو کورنیو ښه پاملرنه وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړې چې یونېسف به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو لا ډېرو خلکو ته د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي.
یادې ادارې له دې وړاندې ویلي و چې د پاکو اوبو شتون نه یوازې د ماشومانو روغتیا ښه کوي، بلکې د هغوی د ښوونځي حضور زیاتوي او د زدهکړې شرایط هم ښه کوي.