د پکتیا امنیتي مسوولان وايي، ډنډپټان ولسوالي کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ چاودنې له امله یو ١٢ کلن هلک ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپيان دي.
د پکتيا د امنیې قومنداني وياند منيب ځدراڼ سلاموطندار ته وویل، دغه پېښه نن (یکشنبه، جوزا ۱۸) د ډنډپټان ولسـوالي «حسنخېلو» کلي کې شوې.
د ځدراڼ په خبره، پېښه هغه مهال وشوه کله چې ماشومانو په دغې ناچاودې مرمۍ لوبې کولې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټپي ماشومان د درملنې پهپار د پکتـیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتـیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د یادونې ده چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې له تېرو جګړو د ناچاوده توکو چاودنې له امله وخت ناوخت دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کېږي چې زیاتره قربانیان یې ماشومان دي.