Asset 1SWN

سلام وطندار

یونسکو: نړۍ کې ۲۷۳ میلیونه ماشومان له زده‌کړو پاتي

نجونو زده‌کړې

د ملګروملتونو فرهنګي او علمي سازمان «یونسکو» وايي، په نړۍ کې د هغو ماشومانو او ځوانانو شمېر چې له زده‌کړو پاتې دي، د اووم پرله‌پسې کال لپاره زیات شوی او اوس ۲۷۳ میلیونو ته رسېدلی دی.

دې سازمان نن پنجشنبه، د مارچ ۲۶مه، په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دې اندېښمنونکي وضعیت اصلي لاملونه د نفوس چټک زیاتوالی، دوامداره بشري او سیمه‌ییز کړکېچونه او د تعلیمي سکتور د بودیجې کمښت دی. د راپور له مخې، په نړۍ کې له هر شپږو ماشومانو څخه یو یې د مکتب له زده‌کړو بې‌برخې دی.

یونسکو ټینګار کړی چې که څه هم شاوخوا دوه پر درېیمه د منځنۍ کچې زده‌کوونکي خپلې زده‌کړې بشپړوي، خو لاهم په ډېرو هېوادونو کې د زده‌کړو دوام له جدي ننګونو سره مخ دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه سازمان خبرداری ورکړی چې سیمه‌ییز بحرانونه، په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې، د ښوونځیو د تړل‌کېدو او د میلیونونو ماشومانو د زده‌کړو د پرې‌کېدو لامل شوي دي. د یونسکو په وینا، دا بهیر کولای شي د راتلونکې نسل پر تعلیمي او مسلکي فرصتونو ناوړه اغېز وکړي.

سره له دې ننګونو، راپور ښيي چې له ۲۰۰۰کال راهیسې په نړۍ کې د ابتدایي او منځنۍ زده‌کړو د نوم‌لیکنې کچه شاوخوا ۳۰ سلنه لوړه شوې ده. یونسکو زیاتوي چې ځینې هېوادونه لکه مډاګاسکار، توکو، مراکش، ویتنام، جورجیا او ترکیه توانېدلي چې د ښوونځیو څخه د پاتې‌کېدو کچه په پام وړ ډول راکمه کړي.

یونسکو په پای کې ټینګار کړی چې که نړیواله ټولنه په ګډه او جدي اقدام ونه کړي، د زده‌کړو له بهیره د ماشومانو د پاتې‌کېدو دا بحران به لاپسې ژور شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام