د زابل مرستیال والي مولوي محبالله حماس په خپل کاري دفتر کې د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) له استازیو سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې د ولایت یوشمېر نورو مسوولانو هم ګډون درلود.
د (UNDP) استازي دادمحمد سمون په یاده لیدنه کې وویل: «یواینډيپي موسسې زابل ته ۱۹ پروژې راوړې دي او غواړي د زابل په صنعتي پارک کې د ابادۍ په برخه کې کار وکړي.»
سمون د مرستیال والي څخه وغوښتل چې د یاد پارک اړوند معلومات ورسره شریک کړي او د ابادۍ سپارښتنه ورته وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د زابل مرستیال والي محبالله حماس د یادې موسسې له استازیو سره په کتنه کې وویل: «د زابل صنعتي پارک په دوو برخو وېشل شوی؛ لومړۍ برخه د کوچنیو کار وبارونو لپاره او دوهمه برخه د لویو کاروبارونو لپاره ځانګړې شوې ده. د دې پارک لپاره زر (۱۰۰۰) جریبه ځمکه ټاکل شوې او د انتقال پروسه یې بشپړېدو ته نږدې ده.»
نوموړي ټینګار وکړ چې زابل یو کرنیز ولایت دی او ډېری خلک یې پر کرنه بوخت دي.
هغه وویل: «باید د پروژو په عملي کولو کې د زابل خلکو ته د کار د لومړیتوب حق ورکړل شي، څو د ځوانانو او بیکارۍ ستونزه په سیمه کې کمه شي.»
هغه زیاته کړه چې د ولایت مقام د UNDP موسسې له پروژو سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.