Asset 1SWN

د یوناما سیاسي مرستیال میدان‌وردګ ته تللی

559f76b1-5dea-4364-b6fb-fcd3320c60ad

د افغانستان لپاره د یوناما دفتر سیاسي مرستیال او ورسره مل پلاوي یې میدان‌وردګ ته سفر کړی او د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او محلي چارواکو سره یې لیدلي دي.

جوړې غونډې ته د میدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیب‌الله مجاهد وویل، د ا.ا له راتګ وروسته په دغه ولایت کې د غږیزو او چاپيزو رسنیو فعالیت غوړیدلی او د محلي رسنیو او ژورنالیستانو ډېری ستونزې هوارې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مجاهد زیاته کړه، اوس د ولایت په کچه ۱۰غږیزې، چاپیزې او انلاین رسنۍ او لسګونه ژورنالیستان فعالیت کوي او په دوی باندې هېڅ ډول بندیز نه‌دی لګول شوی.

بل‌خوا د افغانستان لپاره د یوناما سیاسي دفتر مرستیال مارکس پوټزېل او ورسره مل پلاوی میدان‌وردګ د رسنیو او ژورنالیستانو روانو فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې یوناما د نړۍ او افغانستان ترمنځ د یوه پل حیث لري او هڅه کوي چې خپل مسوولیت په ښه توګه ادا‌‌ کړي.

د ولایت د غږیزو او چاپیزو رسنیو مسوولانو هم په خپل وار سره خپلې لاسته‌راوړنې او ستونزې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې د ا.ا حکومت له راتګ سره سم په دغه ولایت کې د رسنیو او ژورنالیستانو پر وړاندې ستونزې راکمې شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې په میدان‌وردګ کې یوه دولتي او څلور خصوصي راډیوګانې او درې انلاین او چاپیزې رسنۍ فعالیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام