د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما له مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راټواټه سره یې لیدلي.
هغه نن پنجشنبه دلوې ۲۳ / فبروري ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې کتنه کې د افغانستان په بشري او امنیتي وضعیت، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ او نورو سیمهییزو موضوعاتو خبرې شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
محمد صادق ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او د دې ګډ ګواښ د مخنیوي لپاره د همغږو سیمهییزو او نړیوالو هڅو اړتیا یې مهمه بللې.
همدارنګه په دې ناسته کې د سیمې د ثبات پیاوړتیا، د بشري مرستو د دوام، د ترهګرۍ ضد همغږۍ او د پایدارې اقتصادي ودې د تامین لپاره د پرلهپسې تعامل او همکارۍ پر ارزښت ټینګار شوی دی.