په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر (یوناما) ویلي چې ماشومان د جګړې له پاتې شونو د چاودنو له امله تر ټولو زیات زیانمن کېږي او د ټولو تلفاتو شاوخوا ۸۰سلنه جوړوي.
یوناما نن (سهشنبه، د سلواغې۱۴مه) پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي چې افغانستان د جګړې له پاتې مهماتو د چاودنو له امله د لوړې مرګژوبلې له پلوه په نړۍ کې درېیم هېواد دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ماشومان ډېری وخت د لوبو پرمهال یا له ناچاودو مهماتو سره د تماس پرمهال قرباني کېږي. یوناما ټینګار کړی چې عامه پوهاوی او د ماینپاکۍ په برخه کې جدي اقدامات کولی شي، د افغانستان د زرګونو وګړو ژوند وژغوري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوناما همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ماینپاکۍ په برخه کې د فعالو نادولتي بنسټونو لپاره کافي بودجه ځانګړې او ملاتړ یې وکړي.
د ملګروملتونو د دې ادارې د پخوانیو معلوماتو له مخې، تر دې دمه په افغانستان کې له درې زره کیلومتره مربع څخه ډېره ځمکه له ماینونو پاکه شوې، خو لاهم له پنځو زرو څخه ډېرې پېژندل شوې سیمې پاتې دي چې پاککارۍ ته اړتیا لري.
بلخوا، د «هېلو ټرسټ» مؤسسې تېرکال راپور ورکړی و چې هره میاشت نږدې ۵۰ افغانان د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله وژل کېږي، یا ټپیان کېږي.