ملګروملتونو د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د اوبو نړیوال بحران تر ټولو ډېرې اغېزې پر ښځو او نجونو دي.
یاد سازمان نن په یوه پیغام کې ویلي چې که څه هم د اوبو کمښت ټول خلک اغېزمنوي، خو ښځې او نجونې تر نورو ډېر زیان ویني.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ملګروملتونو له ټولو هېوادونو او ټولنو غوښتي چې ښځو او نجونو ته د اوبو د لاسرسي په برخه کې ځانګړې پاملرنه او درناوی وکړي.
دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د اقلیمي بدلونونو او د څښاک پاکو اوبو کمښت د نړۍ له جدي بحرانونو څخه دي.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک لاهم د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.