Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګرو ملتونو باکیفیته خدماتو ته د افغانانو په لاسرسي ټینګار کړی

A doctor measures the blood pressure of a patient at the Kahdistan health clinic in Herat province, Afghanistan, on Oct. 7. The increasing presence of midwives across the country has started to play a role in improving a mother’s and baby’s chances of survival. Afghanistan’s maternal mortality rate has dropped from 1,300 deaths per 100,000 live births in 2002 to 638 deaths per 100,000 births in 2017. Lynzy Billing for Foreign Policy

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د روغتیا نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د افغانانو لپاره د باکیفیته روغتیايي خدمتونو غوښتنه کړې.

د دغه پروګرام د افغانستان څانګې ویلي، هېواد کې د روغتیايي سیستمونو په پیاوړتیا سره یې، له تر ټولو زیان‌منو کسانو ملاتړ کړی او د میلیونونو کسانو ژوند یې ژغورلی.

یاد بنسټ نن سه‌شنبه حمل ۱۸ / اپرېل ۷ پر اېکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ناروغانو ته د «اچ‌آی‌وي»، نري‌رنځ او ملاریا اړوند خدمات وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام زیاته کړې چې د افغانستان وګړو ته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو لاسرسی تر هر څه ډېر مهم دی.

د یادونې ده چې د اپرېل اوومه نېټه په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د روغتیايي مسایلو په اړه د پوهاوي کچې لوړولو او پاملرنې راجلبولو په موخه، د روغتیا نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام