Asset 1SWN

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال کندهار ته سفر کړی

GpuL9q3WUAA9zXK

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي چې د بشري چارو لپاره د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر کندهار ته د سفر پرمهال ځایي چارواکو سره لیدلي او په بېلا بېلو مسایلو یې بحث او خبرې کړي دي.

ټام فلیچر هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې کندهار کې یې له پاکستانه تازه راستنو شویو کډوالو او یوه روغتون څخه لیدنه کړې او د هغوی وضعیت یې ارزولی دی.

هغه ویلي چې: «د بودیجې کمښت د هغو کسانو لپاره چې اړتیا لري، داسې څه نه‌دي چې پرې ویاړ وشي، بلکې د میلیونونو کسانو لپاره د مرګ سزا ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي تر دې وړاندې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په اقتصادي ستونزو او له ګاونډیو هیوادونو د را ستنېدونکو کډوالو پر وضعیت خبرې کړي دي.

هغه د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې ډاډ ورکړی وو چې د ملګروملتونو سازمان به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ټام فلیچر د پراختیایي پروژو د پلي کېدو هیله څرګنده کړې، ترڅو افغانان راتلونکې کې مرستو ته اړتیا ونه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام