د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ممیزو لپاره د ۱۶۵ خونو د جوړولو چارې روانې دي.
یاد بنسټ نن یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پروژه د نړیوال بانک په ملاتړ پلې کېږي.
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان زیاته کړې چې هره ممیزخونه تر ۱۵ ټُنه انګور زېرمه کولای شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې سازمان زیاته کړه چې د ممیزخونو جوړول به بزګرانو سره مرسته کوي چې د حاصلاتو وروسته ضایعات کم کړي او د انګورو د ښه وچولو او ذخیره کولو له لارې خپل عاید زیات کړي.
هرکال د هېواد په ډېری ولایتونو کې انګور ښه حاصلات ورکوي چې ډېری یې، په دودیزه توګه ممیز ترې جوړوي چې د معیاري روزنې او خونو نشتوالي له امله ډېری ضایع کېږي.