د اوکراین او روسیې ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د امریکا په منځګړتوب وشوې، بې له دې چې کوم تړون یا موافقه ترلاسه شي، پای ته ورسېدې.
د رویټرز خبري اژانس نن (یکشنبه، د جنورۍ ۲۵ / د سلواغې۵) راپور ورکړی چې د راتلونکې اوونۍ په اوږدو کې به د روسیې او اوکراین ترمنځ نوري خبرې هم وشي.
متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې د اوکراین او روسیې استازو د جګړې د پای ته رسولو لپاره مخامخ خبرې وکړې چې دا په تېرو څلورو کلونو کې یو نسبتاً کم پېښېدونکی ګام بلل کېږي.
د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکی ویلي، په دې دور کې یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې ممکنه چوکاټ پر جوړولو تمرکز کړی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روسیې مخکې له دې چې په ابوظبي کې ګډون وکړي، خبرداری ورکړی و چې په اوکراین کې دایمي سوله د خاورې پر سر د شخړې د حل پرته ممکنه نهده.
بلخوا، د روسیې بریدونو په اوکراین کې، په ځانګړې توګه د انرژۍ پر زیربناوو، دوام لري. د روسیې د تېرې ورځې په حمله کې پنځه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي او د یو میلیون او ۲۰۰ زره کسانو برښنا پرې شوې ده.
د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه له څلورو کلونو زیات وخت کېږي او تراوسه پورې د اوربند لپاره هر ډول هڅې بې نتیجې پاتې شوې دي.