د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې نښتې په لړ کې اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې د پنځو ورځو پر مهال یې ۲۴۰۰ روسي ځواکونه وژلي او ټپیان کړې دي.
د اوکراین د سوېلي سیمو د ځواکونو ډلې ویاند اولکساندر شټوپون د یاد هېواد ملي ټلوېزیون سره خبرو کې دغه څرګندونې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شټوپون زیاته کړې چې روسي ځواکونو د اوکراین په افډېفکا ښار پراخ بریدونه کړي، خو په وینا یې، درانه زیانونه یې وراړولې دي.
په ورته مهال روسیې په تېرو دوو شپو کې پر اوکراین ۴۰ بمونه غورځولې دي. بلخوا د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د اتو کسانو د ټپيکېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د یوه ماشوم په ګډون دغه کسان په خرسون او خارکېف کې ټپیان شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې بیا ادعا کړې چې په تور سمندر کې یې د اوکراین درې بېړنۍ لهمنځه وړې دي. دغه وزارت په دې اړه نور څه نهدي ویلي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ روانه جګړه ۶۰۹ ورځې ته ننوتې چې دې موده کې دواړو لوریو یوه بل ته د درنې مرګژوبلې د اوښتو ترڅنګ نړۍ هم په دوو برخو وېشلې ده.