Asset 1SWN

کندهار کې په شپږ زره ډالرو د اوبو دوه حوضونه جوړ شول

1000156844

د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په رېګستان ولسوالي کې د شپږ زره ډالرو په لګښت د اوبو دوه حوضونه جوړ شوي دي.

دغه حوضونه د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو، د ملګروملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان (FAO)  په مالي ملاتړ او د (OHW) خیریه موسسې د تخنیکي همکارۍ په مرسته جوړ شوي دي.

یاد حوضونه چې پر جوړېدو یې، ۶۱۰۶ امریکایي ډالر لګول شوي، د کرنې او مالدارۍ چارواکو تر مستقیم څار لاندې جوړ شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند، محمدحنیف حقمل وایي، دغه حوضونه په شاوخوا ۴۰ ورځو کې جوړ شوي چې ۷.۴ متره اوږدوالی او ۶.۴ متره پراخوالی لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د جوړېدو پر مهال یې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته، په فني او غیر فني برخو کې، د کار زمینه هم برابره شوې وه. د دغو حوضونو د جوړولو هدف د باراني اوبو راټولول، د څښاک د پاکو اوبو ذخیره، او د خلکو لپاره د کار موقتي فرصتونه برابرول ښودل شوي دي.

له دې مخکې د FAO په مالي مرسته او د OHW موسسې په تخنیکي همکارۍ، د کرنې ریاست تر چتر لاندې، نېش، سپین بولدک، شاولیکوټ، خاکریز او میانېشن ولسوالیو کې هم د اوبو ذخیره کولو نهه چکډیمونه جوړ شوي چې ارزښت یې تر ۴۲زره امریکایي ډالرو رسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام