ځايي مسوولان وايي، د اوبو دغه دوه پروژې د خاکرېز ولسوالي «اسد او شابي» سیمو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي چې ۶۳ زره ډالره لګښت پرې راغلی.
د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل سلاموطندار ته وویل، دغو پروژو کې د دوو چکډېمونو او له ۲۲ زره څخه زیاتو د اوبو کندو جوړول شاملیږي.
هغه وویل: «دا پروژې نه یوازې دا چې د اوبو د زېرمې ستونزه حلوي، بلکې لسګونو کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړه. موږ هیله لرو چې دا ډول پروژې د نورو سیمو بزګرانو ته هم ورسېږي.»
د چارو کارپوهان دغه پروژې د دوامدارې کرنې لپاره حیاتي بولي.
د کرنې چارو شنونکی انجنیر حیاتالله صمیم وايي: «په وچ اقلیم لرونکو سیمو کې چکډېمونه او د اوبو زېرمې کولی شي، د کرنیزو حاصلاتو ثبات ته دوام ورکړي. دا یو اساسي ګام دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بزګران هم د دغو پروژو هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې ورسره به یې کرنه او مالداري وده وکړي.
د خاکرېز ولسوالي یو بزګر حاجي محمد اصف وویل: «موږ هر کال له وچکالۍ سره مخ وو، دا ډېمونه به زموږ د فصلونو لپاره یوه لویه تمه وي. که باران هم ونه وشي اوبه به مو وساتل شي.»
دا پروژې داسې مهال بشپړېږي چې تر دې وړاندې هم د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO د کندهار د دامان ولسوالي لپاره د ۲۴زره ډالرو په لګښت پنځه چکډېمونه جوړ کړي چې خلکو ته یې د اوبو رسولو اسانتیا برابره کړې وه.
کندهار له کلونو راهیسې له وچکالۍ او د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دی. د اوبو زېرمې، چکډېمونه او واړه بندونه د دغو ستونزو د حل لپاره تر ټولو اغېزمنې لارې بلل کېږي.