د امریکا ځمکپېژندنې سروې وايي چې نن یکشنبه «تلې ۲۳» په هرات ولایت کې د یوه ساعت په ترڅ کې دوه زورورې زلزلې شوې دي.
لومړۍ زلزله چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې شوې مرکز یې د یاد ولایت د کُشک ولسوالي کاریزنو سیمه ښودل شوې ده. د ریښتر په کچه د یادې زلزلې شدت ۶،۳ ښودل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات د والي ویاند نثاراحمد الیاس سلاموطندار ته ویلي چې تراوسه د لومړۍ زلزلې له امله د هرات حوزوي روغتون یو جسد او ۳۵ ټپیان وروړل شوې دي. نوموړي په دې اړه نور جزییات نهدي ورکړي.
د امریکا ځمکپېژندنې سروې پر خپله اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» همداراز لیکلي، دویمې زلزلې د هرات ښار شمال لوېدیځې سیمې لړزولې دي.
دویمه زلزله چې د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې ښودل شوې، د هرات ښار شمال لوېدیځ ته په ۲۹ کیلومټرۍ کې تر ځمکې لاندې شاوخوا ۱۲کیلومټره ژوره وه.
Notable quake, preliminary info: M 5.5 – 29 km NNW of Herāt, Afghanistan https://t.co/QYBRKIuUK8
— USGS Earthquakes (@USGS_Quakes) October 15, 2023
ویل کېږي چې په فراه او بادغیس ولایتونو کې هم د یادې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
هرات کې له مرګونې زلزلې وروسته له نږدې دوو اوونیو راهیسې وخت ناوخت زلزلې دغه ولایت کې زلزلې کېږي چې د یاد ولایت خلک یې ترهولي دي.
د راپورونو له مخې د شویو زلزلو له امله ګڼشمېر کورنۍ له هرات ښاره وتلي او د یاد ولایت لرو پرتو او ازاده فضا کې یې خېمې وهلې دي.