Asset 1SWN

لوګر کې په ۱۰میلیونه افغانیو دوه ښوونځي بیارغول کېږي

۱۲۱۱۱۲۱۲۲

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري په بره‌کي برک ولسوالي کې په لس میلیونه افغانیو دوه ښوونځي بیارغول کېږي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دغه ښوونځیو کې د بره‌کي برک ولسوالي مومندو او شیخیانو ښوونځي شامل دي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه،«په دغه پروژه کې چې کارونه یې نن عملا پيل شول ښوونځیو ته د احاطوي دېوالونو ترڅنګ د لمریزې برېښنا سیستم، د پاکو اوبو څاګانو کيندل، د لاس مینځلو ځایونو،کانکریټي کثافت دانیو، تشنابونو او جذبي څاه ګانو جوړول شامل دي.»

پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، د یادو ښوونځیو له بیارغاونې وروسته به شاوخوا ۲ زره زده کوونکو ته د لیک لوست خوندي چاپيریال برابر شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري ګڼ شمیر ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوي دي او ځينې یې تر کار لاندي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام