Asset 1SWN

میدان‌وردګ او لوګر کې د ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او نهه ټپیان دي

received_1249161279637644

د لوګر او میدان‌وردګ ولایتونو محلي مسوولان وايي چې یاد ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

د ميدان‌وردګ مسوولان وايي، د دغه ولایت سيداباد ولسوالي اړوند د کابل_ کندهار پر لويه لار د شنيز درې د «مشنګ کلا» سیمه کې د مازدا او کرولا ډوله موټرو ترمنځ د ترافيکي پيښې له امله يو کس مړ شوی او پنځه کسان نور ټپيان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، ياده پېښه تيره شپه د شنیز درې اړوند د مشنګ قلعې په سيمه کې داسې مهال رامنځته شوې چې کرولا ډوله موټر لومړی يو پلی کس وهلی او وروسته ته يې د ماﺯدا ډوله موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې یې، وهل شوی کس مړ شوی او په کرولا ډوله موټر کې سپاره پنځه کسان ټپيان شوي دي.

نوموړي وویل، ټپيان شوي کسان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو په مرسته د همدې سیمې روغتيايي مرکز ته انتقال شوي دي.

ده زیاته کړه پېښه د بې احتیاطي له امله رامنځته شوې.

بل‌خوا د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې په مرکز پل‌علم، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، دغه ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي له موټر چلوونکو وغوښتل چې د کابل-لوګر او پل علم ولسوالیو ترمنځ په لویو لارو د تګ راتګ پر مهال ټرافیکي اصول په پام کې ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام