د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پلعلم ښار اړوند په «کلنګار» سیمه کې د امنیتي ځواکونو لهخوا دوه کسان د پسونو د غلا په تور نیول شوې دي.
د لوګر امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته وویل نیول شویو کسانو د اوږدې مودې راهیسې په مرکز پلعلم کې له بېلابېلو سیمو غلاوې کولې چې د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو له لوري نیول شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، نیول شویو غلو له یو تن عام وګړی څخه دوه پسونه هم غلا کړې وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول او یادو غلو په خپل جرم اعتراف کړی دی.
انس زیاتوي، یاد کسان به له څيړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.