د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې دوه کسان د غواګانو غلا په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس پلعلم کې خبریالانو ته وویل، دغه کسان د محمداغې ولسوالي په «پل کندهاري» سیمه کې د غلا پر تور نیول شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
انس زیاته کړه، یاد کسان هغه مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول چې له یوه قصاب څخه یې درې غواګانې غلا کړې وې.
نیول شویو کسانو هم په خپل جرم اعتراف کړی ده او یادې غواګانې یې هم خپل اصلي څښتن ته سپارلي دي.