د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې د کورنیو چارو وزارت له لوري په دغه ولایت کې دوه نوې ولسوالۍ رامنځته شوې.
د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس امين حذيفه سلاموطندار ته ویلي چې په ياد ولايت کې د چاربران او خوشامند په نوم دوه نوې ولسوالۍ جوړې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وينا، چاربران له ګومل ولسوالي څخه او همداراز خوشامند له ډيلې ولسوالي څخه جلا او خپلواکې ولسوالۍ شوې.
د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس امين حذيفه وويل چې يادو دوو ولسواليو ته ټول امکانات او پرسونل هم منظور شوي دي. تر دې وړاندې د پکتيکا د ټولو ولسواليو شمېر ۲۲ ته رسېده چې د يادو ولسواليو په جوړېدو سره یې شمېر اوس ۲۴ ته لوړ شو.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم یوشمېر نوې ولسوالي رامنځته شوي دي.