د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل کې نن دوه لوبې کېږي چې لومړۍ لوبه کې ممبی انډیینز له لکناو سوپر جاینټز سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د هند د ممبی په «ونکېډه کرېکټ لوبغالي کې» پیل شي.
ممبی انډیینز کې افغان لوبغاړی مجیبالرحمن هم لوبېږي.
ممبی انډیینز تر دې مهاله روان لیګ کې نهه لوبې کړي چې پنځه یې، ګټلي او څلور یې، بایللې دي. یاده لوبه د سیالیو جدول په پنځم ځای کې شتون لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لکناو لوبډله هم له ممبی یو ګام وروسته شپږم ځای لري او له نهو سیالیو څخه یې، پنځه لوبې ګټلې دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې ممبی یوازې یو ځل لکناو ته ماته ورکړې او پاتې لوبې یې، بایللې دي.
د یاد لیګ د نن ورځې دویمه سیالي کې ډیلي کپېټلز له رویال چلنجرز بنګلور سره سیالي کوي. یاده لوبه به نن ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شي.