Asset 1SWN

شل اووره نړیوال جام کې نن دوه لوبې کېږي

382782

د امریکا او وېست‌انډیز په کوربه‌توب د شل اووره سیالیو جام روانو لوبو کې نن شنبه، جون ۱۵مه انګلستان له نمیبیا سره او هند له کاناډا سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې د هند او کاناډا لوبه نن ماښام د افغانستان پر وخت د ماښام ۷ بجېې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هند او امریکا له دې ګروپ لا له وړاندې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړې. کاناډا بیا په دې ګروپ کې درې لوبې کړي چې یوه ګټلې او دوه یې بایللې دي.

بل‌خوا دویمه لوبه کې چې نن شپه ۹:۳۰ بجې کېږي، انګلستان به له نمیبیا سره لوبه وکړي.

انګلستان ګروپ پړاو لوبو کې دوه سیالي کړې چې یوه یې ګټلې او یوه یې بایللې ده. یوه سیالي یې د باران له امله لغوه شوې.

په ورته مهال سبا به له دې ګروپ څخه سکاټلنډ له اسټرالیا سره لوبه وکړي. اسټرالیا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړې او سکاټلنډ دې لوبه کې بریا ته اړتیا لري، څو بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

که انګلستان نن شپې لوبه وګټي، ۵ امتیازه به یې شي او سبانۍ لوبې ته به په تمه شي، که سکاټلنډ د اسټرالیا پر وړاندې ماتي خوري، نو انګلستان به د غوره رنز‌رېټ په درلودو، بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که سکاټلنډ لوبه ګټي، نو په مستقیمه توګه به اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام