Asset 1SWN

سلام وطندار

اوکراین کې د روسیې د ډرون برید له امله دوه کسان وژل شوي

اوکراین روسیه بریدونه

د اوکراین د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د روسیې یوې بې‌پیلوټه الوتکې د دغه هېواد په دویم لوی ښار خارکیف کې پر یوه ملکي سوداګریز مرکز برید کړی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د خارکیف ښاروال ایهور تیریخوف پر خپل ټیلیګرام لیکلي: «له بده‌مرغه لومړني معلومات ښيي چې په دې برید کې دوه کسان وژل شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د برید له امله په یاد سوداګریز ځای کې اور هم لګېدلی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خارکیف ښار د روسیې له پولې شاوخوا ۳۰ کیلومتره واټن لري.

دغه ښار د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له پراخ برید وروسته د روسي ځواکونو د لومړنیو پرمختګونو پر وړاندې مقاومت وکړ، خو له هغه وخت راهیسې بیا بیا د روسیې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام