Asset 1SWN

پکتیا کې په څلور میلیونه افغانیو د اوبولګولو دوه کانالونه جوړ شول

۹۰۹۰۰۹۰

پکتیا کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په اړوند ولسوالیو کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه کانالونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یاد ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې په وزې ځدراڼ او ډنډپټان ولسواليو کې د اوبولګولو دوه کانالونه او محافظوي ديوالونه جوړ او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دې کانال په جوړېدو سره د لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو سربېره، د اوبو د بې‌ځایه لګښت مخنیوی شوی او د جوړېدو پرمهال یې لسګونه کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.

د یادو دوو ولسوالیو اوسېدونکي بیا وایي، پخوا یې په سیمه کې اوبه بې‌ځایه بهېد او پر وخت د کرکېلې ځمکو ته اوبه نه رسېدې چې له امله یې د کرنیزو ځمکو حاصلات کم شوي وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوي د يادو پروژو تطبیق ته خوښ دي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د حاصلاتو لوړولو لپاره یې مهمه بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام