Asset 1SWN

خوست کې دوه درمل‌پلورونکي د نشه‌‌يي ګولیو د پلور په تور نیول شوي

4077ad9e-a680-4541-bd48-5f7112278f05

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشه‌ لرونکو ګولیو د پلور په تور دوه درمل پلورونکي نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه نن دوشنبه، غويي ۲۲مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د امنيه قومنداني اړوند له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

نیول شویو کسانو د خوست ښار دواخانو لین او کاروان سرای سیمه کې درملتونونه لرل او د نشه‌لرونکو ګولیو د خرڅلاو په تور نیول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه زياتوي چې له نیول شويو کسانو سره شاوخوا څلور زره نشه‌ کوونکې ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.

خوست کې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د نشه‌يي توکو د پلور ترڅنګ د قاچاق مخه هم نیولې او په تړاو یې، ځینې تورن کسان هم نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام