Asset 1SWN

خوست کې دوه پراختیايي پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

IMG-20250903-WA0004

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۲۵زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د خوست ولایت مقام څخه نن «چهارشنبه، وږي دولسمه» په يوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد ولايت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په علیشرو ولسوالي کې د شاوخوا ۲۲۵زره امریکایي ډالرو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې د (۲۲۶) متره په اوږدوالي یو استنادي دیوال او د (۳۱۱) متره په اوږدوالي یو کانال جوړولؤ، شامل دي.
دغه پروژې د ډبليو‌ايف‌پي مؤسسې په مالي مرسته د څلورو مياشتو په موده کې جوړې شوې دي.

خبرپاڼه زياتوي چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به تر ۴۰۰ جريبه، کرنيزې ځمکې خړوبې شي او د کار په جریان کې لسګونه کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام