Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې په ۱۰ میلیونه افغانۍ دوه چکډېمونه جوړ شول

اوبو بند

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د بهسودو په لومړۍ او دویمه حصه ولسوالیو کې د څه باندې لس میلیون افغانیو په لګښت دوه چک‌ډیمونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغه بندونو د ګټې‌اخیستنې پرمهال سینديزې حوزې رییس عبدالصمد حلیم وویل، دواړه بندونه د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه جوړ شوي چې ۱۰.۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او ۹۰ زره متره معکب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همدارنګه د کابل د سیندیزې حوزې رییس انجنیر محمدعارف مومند وویل: «موږ د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو ذخیروي بندونه پلان کړي ؤ چې له نیکمرغه د میدان‌وردګ ټولو ولسوالیو کې پلان شوي ذخیروي بندونه بشپړ شول.»

هغه د بهسودینو ولسوالیو له خلکو سره د دوه نورو بندونو د جوړولو ژمنه هم وکړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، له پلان سره سم د میدان‌وردګ ټولو ولسوالیو کې د اوبو کوچني بند جوړولو پروژو پلې‌کېدل بشپړ شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام