Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيکا کې په ۷ ميليونه افغانۍ د دوو چک‌ډېمونو چاري بشپړې شوې

3b094a73-5cfc-4b30-9d82-852f5940061e

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شاوخوا اووه میلیونه افغانۍ د دوو چک‌ډېمونو چارې بشپړې شوې دي.

د پکتيکا ولايت مقام څخه نن پنج‌شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د خوشامند ولسوالۍ لوی زموک چک‌ډېم او د وړممی ډمزکي چک‌ډېم د شاوخوا ۷ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې زموک چک‌ډېم د ۵۸ متره اوږدوالی ۵,۵ متره لوړوالي او وړممۍ ولسوالۍ ډمزکئ چک‌ډېم د ۷۵,۵ متره اوږدوالي ۵ متره لوړوالی لري.

خبرپاڼه زياتوي چې د يادو دوو چک‌ډ‌ېمونو بودیجه د اوبو انرژۍ وزارت له لوري ورکړل شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو دوو چکډېمونو د جوړېدو چارې د یاد ولایت د ګومل فرعي سیندیزې حوزې رياست تر څارنې لاندې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام