Asset 1SWN

شل اووره نړیوال جام؛ سریلانکا له نیوزیلنډ سره لوبېږي

414048

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې نن چهارشنبه، فبرورۍ ۲۵مه، د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶ بجې د سریلانکا د کولمبو په «ار پرېماډاسا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

د اتو غوره لوبډلو په دویم ګروپ کې انګلستان په دوو بریاوو نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه او نیوزیلنډ په یوه امتیاز دویم ځای لري. د دوی لوبه د پاکستان پر وړاندې د ورښت له امله لغوه شوې وه. بېګاه دغه ګروپ کې پاکستان له  انګلستان ماتې وخوړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سریلانکا بیا په یوې ماتې د جدول وروستي ځای کې ده.

که نیوزیلنډ نن سریلانکا ته ماته ورکوي، نو تر ډېره به نیمه پای‌لوبې ته د وتلو چانس ځانته ډېر کړي.

په ورته مهال سریلانکا او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په مخ شویو وروستیو پنځو سیالیو کې سریلانکا دوه ځلې بریا خپله کړې او نیوزیلنډ بیا درې وارې سریلانکا له ماتې سره مخ کړې ده.

نیوزیلنډ  خپلو پنځو سیالیو کې یوازې یوه لوبه بایللې او سریلانکا بیا دوه وارې له ماتې سره مخ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام