Asset 1SWN

سلام وطندار

ترکیه کې اورلګېدنه؛ د مړوشویو کسانو شمېر ۷۶ ته ورسېد

۰۰۰-۰۰

د ترکیې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال‌لوېدیځ، په یوه هوټل کې د لګېدلي اور له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۷۶ ته لوړ شوی دی.

اور له لرګیو جوړ هغه هوټل کې لګېدلی دی چې سلګونه مېلمانه د چکر لپاره دې سیمې ته ورغلي او یاد هوټل کې اوسېدل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هوټل شاوخوا د سکي لوبې لپاره جوړ شوی او ګڼ‌شمېر کورنۍ له خپلو ماشومانو سره د ښوونځي ژمنیو رخصتیو تېرولو لپاره دې سیمې ته ورغلي وو.

په مړو شویو کې ډېری ماشومان او ښځې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یادې پېښې له امله دغه هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی او د اورلګېدنې د رامنځته‌کېدو په اړه یې، د پلټنې غوښتنه کړې.

د ترکیې کورنیوچارو وزیر علي یرلیک‌کایا ویلي چې دغه هوټل کې د اورلګېدنې پرمهال ۲۳۸ کسانو شتون درلود. «غم مو د بیان وړ نه‌دی. د اورلګېدنې مخه نیول شوې او د پلټنې عملیات درېدلې دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې بولو غرونو ته د ژمني پرمهال له اسټانبول او انقرې څخه ګڼ‌شمېر خلک د چکر لپاره ورځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام