د هرات محلي مسوولان وايي چې ترکیې د دغه ولایت زلزلهځپلیو او له پاکستان څخه په زور ایستل شویو کورنیو سره د ۵۰۰ ټُنه په اندازه د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې ده.
د هرات د اطلاعات او فرهنګ رییس احمدالله متقي سلاموطندار ته ویلي چې په رالېږل شویو مرستو کې خوراکي توکي، البسه، درمل، طبي وسایل، کمپلې او خېمې شاملې دي.
متقي زیاته کړه چې د مرستو ۳۰۰ ټُنه به د یاد ولایت زلزلهځپلیو او۲۰۰ ټُنه هم له پاکستانه راستانه کړل شویو کورنیو باندې ووېشل شي.
بلخوا د ترکیې سفیر د هرات نوراحمد اسلامجار سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې ژورې بللې دي. په دې لیدنه کې د هرات والي له ترکیې د مرستو ترڅنګ افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې د جدي پام غوښتنه هم کړې ده.
د هرات والي په وینا، هڅه کوي چې دغه ولایت کې د سترو پروژو په پلي کولو سره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او له هېواده بهر یې د تلو مخه ونیسي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې وړاندې یوشمېر نورو هېوادونو هم دغه ولایت کې زلزلهځپلیو ته د لاسنیوي لپاره مرستې رالېږلې دي. چین په وروستي ځل دغه ولایت کې زلزلهځپلیو سره د ۳۶۰ ټُنو په اندازه خوراکي، روغتیايي توکي او ګرمو جامو مرسته کړې وه.