Asset 1SWN

ترکیې له اسراییلو سره پر هر ډول سوداګرۍ بندیز ولګاوه

Israel vs Turkey concept flag on wall with crack. Israel and Turkey political conflict, economy, war crisis, relationship, trade concept

د ترکیې سوداګرۍ وزارت وايي چې له «پنج‌شنبه، مې دویمه» یې له اسراییلو سره هر ډول سوداګري تړلې او صادرات او واردات یې بند کړي دي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې فلسطین کې د روان انساني ناورین او ناوړه وضعیت له امله یې اسراییلو ته او له دغه هېواده د توکو لېږد رالېږد بند کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د اسراییلو اړوند د توکو لېږد رالېږد درول شوی او ټول توکي په‌کې شامل دي. ترکیه به دغه پرېکړه تر هغو په پرېکنده توکه پلې کوي چې اسراییلو غزې ته له ستونزې او خنډ پرته د بشردوستانه مرستو لېږد ته اجازه نه‌وي ورکړي.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ۲۰۲۳کال کې د ترکیې او اسراییلو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۶.۸ میلیارډ ډالرو ته رسېده.

ترکیې تېره میاشت پر اسراییلو له دې امله اقتصادي بندیزونه ولګول چې انقرې ته یې اجازه ورنه‌کړه، څو غزې ته د هوا له لارې اړمنو ته بشردوستانه مرستې ورسوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تېره ورځ د اسراییلو بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اسراییلو د توکو لېږد رالېږد لپاره بندرونه تړلي چې په وینا یې، تړونونه تر پښو لاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام