Asset 1SWN

سلام وطندار

پر سړکونو د نظم راوستلو هڅه؛ کابل کې د یوه ټرافیک‌پولیس کاري ورځې ته کتنه!

WhatsApp Image 2025-09-06 at 16.18.37_ea142a23

هغه هره ورځ سهار شپږ بجې د کابل ښار پُل‌هارتن سیمې ته ځان رسوي او هڅه کوي چې د ټرافیکي قوانینو په پلي‌کولو او د موټرو په منظم توګه تګ‌راتګ سره په سړکونو کې نظم راولي او د خلکو لپاره تګ‌راتګ اسانه کړي.

د کابل د خیرخانې‌ سیمې اوسېدونکی محمدنواب ساپی چې دامهال د ټرافیکو په ریاست کې د کنټرول او څارنې مدیر په توګه کار کوي، وايي چې د خپل ژوند ۳۰کاله یې د ښاري نظم د راوستلو او د سړکونو د ټرافیکو مدیریت په برخه کې تېر کړي دي.

هغه وویل: «د سهار له شپږو بجو د شپې تر لسو بجو پورې دنده ترسره کوم؛ موږ د قانون پلي‌کوونکي یو، کله چې دندې ته راځو، د ټرافیکو د مناسب بهیر لپاره ټولې زیانمنونکې نقطې چیک کوو، ترڅو نظم رامنځته شي.»

که په سړه هوا کې وي یا هم ګرمه، هغه د سړک غاړې ته د ولاړېدو سختۍ زغمي، څو ښاریان په خوندي او اسانۍ سره خپلو منزلونو ته ورسېږي.

هغه وايي، کله چې له ماشومانو سره د سړک په تېرېدو کې مرسته کوي، نو په هغه وخت کې د ماشومانو موسکا ورته د کارکولو لپاره ډېره انرژي ورکوي.

نوموړي وویل: «له سهاره تر ماښامه پورې په سړک ولاړ پاتې‌کېدل ډېر ستونزمن دي؛ خو کله چې ماشومان وايي، کاکا ټرافیک ما له سړکه تېره کړه، دا پخپله یوه بله خوښي ده؛ د قانون په چوکاټ کې خپله دنده ترسره‌کول او د خلکو خدمت‌کول عبادت دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاتوي چې د ټرافیکو په څانګه کې د کارکولو څخه ترلاسه شوي، عاید سره کولای شي، د خپل ژوند ورځني اړتیاوې پوره کړي.

هغه زیاته کړه: «۱۵ یا ۲۰ زره معاش چې زه یې په میاشت کې ترلاسه کوم، تر ډیره حده زما اړتیاوې پوره‌کوي؛ موږ د اختر او جمعې په ورځو کې هم رخصتۍ نه‌لرو؛ یوازې د کال په اوږدو کې قانوني رخصتي لرو چې موږ یې اخیستی شو؛ زما لپاره غوره رخصتي دا ده چې هېوادوال مو خوندي وي.»

ساپی وايي، په داسې ښار کې چې ډیری اوسیدونکي یې د ټرافیکو قوانینو ته پام نه‌کوي، د سړکونو د ټرافیک مدیریت‌ ستونزمن وي او دغه وضعیت ځینې وختونه هغه مایوسه کوي.

هغه وویل: «که ماشومان د خپلو کورنیو بې‌احترامي وکړي، نو طبعأ کورنۍ یې مایوسه کیږي او فکر کوي چې د دوی په سمه روزنه کې پاتې راغلي. زموږ لپاره هم همداسې ده. کله چې موټر‌چلوونکي قوانین نه‌مراعتوي، موږ خفه کیږو ځکه چې موږ نشو کولی دوی ته د ټرافیکو قوانین ورزده‌کړو.»

هغه زیاتوي چې د سړکونو پراخول، منظم ښاري ټرانسپورټ رامینځته‌کول، خلکو ته د ټرافیکي قوانینو په اړه عامه پوهاوی ورکول او د لویو او معیاري پلي‌لارو جوړول کولی شي د ټرافیکي ګڼې ګوڼې کچه راټیټه کړي او د خلکو د تګ‌راتګ ستونزې هم پای ته ورسوي.

نوموړي وویل: «زموږ سروکار له هغو کسانو سره دی چې له قوانینو سرغړونه کوي؛ د بیلګې په توګه، هغه موټر‌چلوونکي چې په هغو ځایونو کې نه دریږي چې موږ ورته ټاکلي، یا هغه خلک چې له پلي‌لارو نه کار نه اخلي او سړکونه بندوي؛ پلي کسان اوس د ټرافیکي بهیر یوه جدي ستونزه ګرځېدلې دي.»

که څه هم د ټرافیکي قوانینو پر وړاندې د خلکو بې‌پروايي ځینې وختونه ښاغلی صافی د خپل کار څخه ستړی کوي؛ خو هغه بیا هم په سړکونو کې د نظم راوستلو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام