Asset 1SWN

ټرمپ: زېلېنسکي له روسیې سره خبرو ته اماده دی

PALM BEACH, FLORIDA - AUGUST 08: Republican presidential candidate former President Donald Trump speaks during a press conference at Mr. Trump's Mar-a-Lago estate on August 08, 2024, in Palm Beach, Florida. Polls currently show a close race between Trump and Democratic presidential candidate, U.S. Vice President Kamala Harris.  (Photo by Joe Raedle/Getty Images)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي نوموړي ته یو لیک استولی چې روسیې سره خبرو ته او امریکا سره د کانونو هوکړې لاسلیک ته اماده دی.

ټرمپ سه‌شنبه شپه کانګرېس ته په یوه وینا کې د یاد لیک له نقلولو سره وویل: «اوکراین چمتو دی چې ژر تر ژره د خبرواترو میز ته راشي، څو دوامداره سوله نږدې کړي. هېڅوک د اوکراینیانو په پرتله سوله نه غواړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد لیک په یوه برخه کې زېلېنسکي ویلي: «زه او زما ټیم د ولسمشر ټرمپ د قوي مشرتابه لاندې کارکولو ته چمتو یوو، څو یوه دوامداره سوله ترلاسه کړو.»

الجزیرې خبري شبکې له‌خوا په خپو شوي راپور کې د ټرمپ له خولې ویل شوي: «ایا دا به ښکلې نه وي؟ «دا د دې لېونتوب د بندولو وخت دی. دا د وژنې د بندولو وخت دی. دا د دې بې‌معنی جګړې د پای ته رسولو وخت دی. که تاسو غواړئ جګړې پای ته ورسوئ، نو تاسو باید له دواړو خواوو سره خبرې وکړئ،»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 ټرمپ دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې کوي چې د نوموړي او زېلېنسکي ترمنځ په اوول دفتر کې لیدنه له نانندریو ډکه وه، چې له امله یې، امریکا پر اوکراین خپلې مرستې هم بندې کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام