Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ: نړۍ ته به ارامي راولم او د اوکراین-روسیې جګړه به ختموم

210103220202-trump-phone

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال ژمنه کړې چې د یاد هېواد او روسيې ترمنځ روانه جګړه به د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

نوموړي دغه څرګندونې په «TRUTH SOCIAL» پوسټ کې کړې دي. نوموړي لیکلي چې له زیلینسکي سره یې ښه ټیلیفوني اړیکه لرله او په وینا یې، هوکړه وشوه چې د کیېف او مسکو ترمنځ جګړه د خبرو له لارې پای ومومي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زیلینسکي هم پر خپله اېکس‌پاڼه یوه پوسټ کې له ډونالډ ټرمپ د ټیلیفوني اړیکې خبره کړې او دغه هېواد سره یې، د امریکا له پوځي مرستو مننه کړې.

خو نوموړي په دې پوسټ کې د روانې ۲۸ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

رویترز خبري اژانس نن شنبه، جولای ۲۰مه په خپور کړي، راپور کې همداراز د ټرمپ له قوله لیکلي، که نوموړی د دغه هېواد د پنځم د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو بریالی شي، وړاندې له دې چې جنورۍ کې واک ترلاسه کړي، د اوکراین او روسیې جګړه به پای ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې ویلي و، که دی د ۲۰۲۲کال فبرورۍ پرمهال ولسمشر وای، روانه جګړه به نه‌وه رامنځته شوې.

نوموړي پر «TRUTH SOCIAL» یوه پوسټ کې لیکلي: «د یوه ولسمشر په توګه به نړۍ ته ارامي راولي او هغې جګړې ته به د پای ټکی کېږدي چې د سلګونه کسانو ژوند یې اخیستی دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د رویټرز د راپور پر بنسټ، روسیې د جګړې له پیله تر دې مهاله د اوکراین ۲۰سلنه خاوره باندې ولکه خپله کړې او لاهم د دواړو لوریو ترمنځ په بېلابېلو ځایونو کې جګړه روانه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام