د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پاتې پوځي تجهیزاتو د بېرته ورستنولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي چې هېواد یې افغانستان سره په کلني ډول شاوخوا دوه تر دوه نیم میلیارډ ډالر مرسته کوي او په بدل کې یې، د افغانستان سرپرست حکومت باید د امریکایي ځواکونو پاتې پوځي تجهیزات بېرته امریکا ته وروسپاري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ دا هم زیاته کړه هغه وخت ډېر په غوسه وي چې د اسلامي امارت ځواکونه د امریکایي پوځي تجهیزاتو سره پریډ کوي.
هغه وویل: «زه غواړم چې په دې اړه څېړنه وکړم، که موږ هغوی ته پیسې ورکوو، نو سمه ده؛ خو زه غواړم چې دوی زموږ پوځي تجهیزات بېرته راکړي. زه غواړم چې دوی یې بېرته موږ ته وسپاري، نو اجازه راکړئ چې هغه پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړو چې دوی یې لري.»
یوشمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شل کلن شتون هېواد ته سخت زیانونه اړولي او د پاتې پوځي تجهیزاتو مالي ارزښت نشي کولای، د دې زیانونو جبران وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی سمیعالله احمدزی وايي، ټرمپ د داسې مسایلو په راپورته کولو سره هڅه کوي چې له اسلامي امارت سره مذاکرات پیل کړي.
هغه وویل: «ټرمپ دا خبرې ځکه موي چې غواړي له اسلامي امارت سره بیا خبرې وکړي. هغه هڅه کوي چې خبرې وکړي او د دوحې هوکړه چې پنځم کال یې نږدې دی او دواړه لوري یو بل ترې پر سرغړونه هم تورنوي، ټرمپ غوښتنه ده چې بیاخبرې وشي او د تجهیزاتو په اړه هم خبرې وکړي.»
امریکا مخکې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو پاتې پوځي تجهیزات شاوخوا اووه میلیارډ ډالر ارزښت لري.
د پوځي چارو کارپوه محمد صادق شینواري وايي چې د ټرمپ څرګندونې له قانوني یا پوځي پلوه توجیه نه لري او دا ډول څرګندونې د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار راوړلو لپاره دي.
نوموړي وویل: «دا ډول خبرې هېڅ پوځي، سیاسي او حقوقي توجیې نهلري چې فشار او ګواښ شي. امریکا باید د افغانستان پروړاندې خپل سیاست بدل کړي او د تقابل پرځای دې تعامل وکړي.»
د سرپرست حکومت چارواکو بیا د همدې موضوع په اړه له دې وړاندې ویلي وو، امریکا څخه افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات، د افغانانو شتمني ده چې څوک يې د بېرته اخیستو غوښتنه نهشي کولی.