Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ: ښايي راتلونکې اونۍ غزه کې اوربند وشي

ډونالډ ټرمپ

د راپورونو پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، فکر کوي چې غزه کې به “راتلونکې اونۍ” اوربند وشي.

هغه تېره ورځ جمعه خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، هغه یوازې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو د تړون خوندي کولو په هڅه کې ښکېلو کسانو سره خبرې کړي.

ټرمپ په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د راپورونو پر بنسټ، ټرمپ پر اسراییل فشار راوړي چې ایران سره له جګړې وروسته، حماس سره روانه جګړه پایته ورسوي.

د امریکا ولسمشر غزه کې روان وضعیت وحشتناکه بللی او ویلي: «موږ غزې ته مالي مرستې او ډېر خواړه رسوو، ځکه چې موږ باید دا کار وکړو.»

هغه له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې غزه کې د مرستو رسولو کې برخه واخلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال دي چې غزه کې د اسراییلي ځواکونو بریدونه دوام لري او تېره ورځ جمعې راهیسې ۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

ورته وخت کې ځینو راپورونو کې د مرستندویه ډلو په خبره ویل شوي چې غزه کې د ملګرو ملتونو له لوري وېشل کېدونکې مرستې د ځینو کسانو له لوري غلا کیږي.

مرستندویه ډلې وايي چې که اسراییل په غزه کې د مرستو اندازه زیاته کړي، نو دا مسله به حل شي، ترڅو تقاضا کمه شي.

اسراییل په حماس تور لګولی چې د خپلو جنګیالیو یا د خپلو عملیاتو د تمویل لپاره مرستې غلا کوي، کومه ادعا چې د حماس له لوري رد شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام