Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ امریکا ته د بهرنیو وګړو په ورتلو بندیزونه پراخ کړي

2S35Y0F Washington, United States. 08th Jan, 2025. President-Elect Donald Trump gives remarks after meeting with Senate Republicans in the Ohio Clock Corridor of the Capitol Building in Washington DC, on Wednesday, January 8, 2025. (Photo by Aaron Schwartz/Sipa USA) Credit: Sipa US/Alamy Live News

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه نوي فرمان په لاسلیک کولو سره، متحده ایالتونو ته د بهرنیو وګړو په ورتلو بندیزونه نور هم پراخ کړل.

د راپورونو پر اساس، سپینې ماڼۍ تېره ورځ وویل چې د دې فرمان له مخې پر افغانستان او د نورو ۱۱ هېوادونو پر وګړو د لګېدلو محدودیتونو ترڅنګ، تازه د پنځو هېوادونو – بورکینا فاسو، مالي، نایجر، سویلي سوډان او سوریې – پر اتباعو بشپړ بندیزونه لګول شوي.

سپینې ماڼۍ ویلي: «دا بندیزونه د هغو بهرنیو اتباعو د سفر مخنیوي لپاره اړین دي چې په اړه یې متحده ایالات کافي مالومات نه‌لري، ترڅو هغه خطرونه وارزوي چې دوی یې رامنځته کوي. دا د ولسمشر دنده ده چې اقدام وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغه کسان چې زموږ هیواد ته د ننوتلو هڅه کوي د امریکا خلکو ته زیان نه رسوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د امریکا ولسمشر وروسته د یوشمېر هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز ولګاوه چې یوه وسله‌وال بریدګر د تېرې نومبر میاشتې په ۲۶مه واشنګټن کې د ملي ساتونکو پر غړو ډزې وکړې.

ورته وخت کې د «افغان ایواک» په نوم د کډوالو ملاتړې ادارې ویلي، د امریکا د ولسمشر نوي فرمان پر اساس، د هغو افغانانو لپاره د سفر معافیت لغوه شوی چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې «SIV» لري او هغوی نور امریکا ته د سفر اجازه نه‌لري.

د امریکا حکومت دغه اقدام د امنیت خوندیتوب، د کډوالۍ قوانینو اجرا او د احتمالي ګواښونو مخنیوي لپاره مهم بللی دی.

د محدودیتونو پراخ شوی لیست د دسمبر په پنځمه د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم لخوا د هغې اعلان وروسته رامینځته شو، چې د هغې پلان یې په ګوته کړ چې د سفر بندیز لیست کې د هیوادونو شمیر زیات کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام